اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د سعودي عرب په مدينه المنوره ښار كښې د اسلامي هېوادونو اسټينډرډز اينډ ميټرولوجي انسټي ټيوټ(اېس اېم آئي آئي سي)عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كړې۔په دې موقع د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) اسټينډرډز اينډ ميټرولوجي انسټي ټيوټ 16مه عمومي اسمبلۍ/ 22مه بورډ آف ډائرېكټرز غونډې ته د وېنا كولو په مهال ده د سعودي حكومت٬سعودي عرب اسټينډرډز آرګنائزېشن ګورنر٬د هغه ډلې او اېس اېم آئي آئي سي سېكرټرېټ مننه وكړه چا چې د مدينې په مقدس ښار كښې د غونډې كولو لپاره بشپړه مرسته كړې۔ د اسلامي هېوادونو اسټينډرډز اينډ ميټرولوجي انسټي ټيوټ غړي هېوادونو كښې د همغږۍ او د تجارت په لاره كښې ولاړ تكنيكي خنډان ختمولو لپاره په تګلاره اډانه لائحه عمل اختيار كړې۔ اسټينډرډز اينډ ميټرولوجي انسټي ټيوټ اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)د غړو هېوادونو ترمينځه د اسټريټجك اپروچ د لارې ميټرولوجي٬لېبارټري ټېسټنګ او د معيارات هلو ځلو كښې به يو اړخيزه هدف ترلاسه كوي۔وفاقي وزير د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان د اسلامي هېوادونو اسټينډرډز اينډ ميټرولوجي انسټي ټيوټ(اېس اېم آئي آئي سي)په اغراض او مقاصد پوخ باور لري۔په دې موقع ډاكټر سعد بن عثمان الكسابي او د اېس اېم آئي آئي سي سېكرټري جنرل احسان اووت هم موجود وو
د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د اسلامي هېوادونو اسټينډرډز اينډ ميټرولوجي انسټي ټيوټ په غونډه كښې ګډون
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن