اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شا??د خاقان عباسی نوې وزارتونه او ډويژنونه جوړ كړې دي ۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د رولز آف بزنس 1973 قاعده 3 شقونو له مخې نوې وزارتونه او ھغې سره پېوست ډويژنونه جوړ كړې دي۔ د توان وزارت به دوه ډويژنونه يعنې پاور ډويژن او په پټروليم ډويژن مشتمل وي۔ د اوبو وسائلو وزارت به په آبي وسائل ډويژن مشتمل وي۔ د برېښنا او ??وبو او ?? پټروليم او قدرتي وسيلو موجو??ه ډويژن چارې په دوه نوې ډويژونو تر مېنځه وېشلې شي۔ د پوسټل سروسز وزارت ډويژن هم جوړ كړے شوے۔د پوسټل سروسز تر حده د موجوده مواصلات ډويژن چارې به نوې ډويژن ته سپارلې شي او پاتې چارې به د موجوده مواصلات ډويژن سره وي۔ د تجارت او ټېكسټائل وزارت دوه ډويژنه كامرس ډويژن او ټېكسټائل ډويژن دي۔ د تجارت او ټېكسټائل دې دوو موجو??ه ډويژنونو چارې به د نوې وزارت له مخې وي۔ كابينه ډويژن به د وزايراعظم په احكاماتو په سمدستي توګه عملدرآمد له نور ګامونه پورته كوي
وزیراعظم شاهد خاقان عباسی نوې وزارتونه او ډويژنونه جوړ كړل
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش