اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) بشري حقونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن بابر نواز خان پھ مشرۍ كښې په پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كار په ځاي كښې د مېرمنو د زورولو په ضد د تحفظ په بدلون بل 2014 غور وشو٬كمېټۍ په دې د وړوكې اختر څخه وروستو په راتلونكې غونډه كښې د غړو څخه تجاويز طلب كړل۔ غونډه كښې د اروپائي ائتلاف لخوا پاكستان ته د جي اېس پي پلس درجې نه پس د اروپائي ائتلاف د بشري حقونو په اړه د بېلو كنونشنونو لاس ليك نه كولو په سبب پھ خطرو هم غور وشو۔ د اروپائي ائتلاف استازي كمېټي د جي اېس پي پلس تفصيلاتو څخه خبره كړه۔ كمېټۍ د اروپائي ائتلاف استازي څخه بېلا بېلې پوښتنې وك??ې او استازي د ټولو پوښتنو بشپړ ځوابونه وركړل۔ په ايجنډا كښې شاملې نورې چارې په راتلونكې غونډه كښې د شاملولو پريكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو٬د بېلا بېل بلونو محرك٬بيګم طاهره بخاري٬ثريا اصغر٬كرن حېدر٬زهره ودود فاطمي٬عامره خان٬ډاكټر شازيه ثوبيه٬مسرت رفيق مهيسټر٬كشور زهره٬عاليه كامران٬رمينه خورشيد عالم نه علاوه د اروپائي ائتلا?? لنډ مهاله سفير سټيفو ګهاټو او بشري حقونو د وزارت چارواكو ګډون وكړو
د كار په ځاي كښې د مېرمنو د زورولو په ضد د تحفظ په بدلون بل 2014 غور
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino