لاهور 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او قامي ورثې وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي د سپريم کورټ دوه معززه ججانو د مخصوص چوكو په اړه اختلافي نوټ كښې ??هم نکات پورته كړي، د مخصوص چوكو په معامله هغه ګوند له ريليف وركړې شوے كوم چې خواست هم نه ؤ كړې۔د اتوار په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ??فاقي وزير ووئيل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو جسټس امين الدين خان او جس??س نعيم اختر افغان تفصيلي اختلافي نوټ جاري کړې كوم كښې چې وئيلي شوې چې د دې کيس تفصيلي پريكړه 15 ورځو تيريدو نه پس هم نه ده راغلې۔ده ووئيل عموماً پريكړې اورولو نه پس په 15 ورځو كښې دننه تفصيلي پريكړه جاري كېږي۔ده ووئيل د آئين ځينې آرټيکلز د مخصوص چوكو په اړه دي، مخصوص چوكو په اړه پريكړه كښې د هغه آرټيکلز څخه اخوا پريكړه شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو اختلافي نوټ كښې دا خبره شته چې تحريك انصاف په دې کيس كښې ??ريق نه ؤ،هغوې له ريليف وركولو لپاره د آئين آرټيکل 175 او 185 كښې تفويض دائره اختيار څخه به بهر تلل وي او آرټيکل 51، 63 او 106 به معطل کول وي۔ وفاقي وزير ووئيل تحريك انصاف عدليې ته خواس كونكې په حيثيت سره موجود هم نه ؤ خو بيا هم د هغوې 81 غړو له ريليف وركړې شوې او هغه ??سان كوم چې په مخصوص چوكو راغلې او سوګند ئې پورته كړې ؤ، د هغوې رکنيت ختم کړې شوې۔د هغوې د رکنيت ختمولو څخه وړاندې كومه مراحله چې ترسره شوې،هغه ??ه قانوني توګه په خپل ځائې موجود ده۔ده ووئيل دا حقيقت دے جې سني اتحاد کونسل غړي كه په ايوان كښې د سني اتحاد کونسل څخه پاسيدلو سره د تحريك انصاف په صفونو كښې ??ېښني نو دا به هم د آرټيکل 62(1)F خلاف ورزي وي۔ده ووئيل د سپريم کورټ دوه معزز ججانو په خپل اختلافي نوټ كښې دا هم وئيلي چې ثابت شوې حقيقت دے چې سني اتحاد کونسل د سياسي ګوند په حثيت سره ټولټاكنو كښې برخه هم نه ده اخستي تر دې چې د سني اتحاد کونسل چيئرمېن هم آزاد حيثيت كښې ??اكنو كښې برخه اخ??تي??ده ووئيل په دې اړه آئين او قانون واضحه دې۔ وفاقي وزير ووئيل سني اتحاد کونسل په خپل آئين كښې ??يكلې چې كوم هم اقليتي غړے به زمونږ په ګوند كښې شموليت نه شي كولې،دغسې هغوې ته اقليتي چوكۍ نه شي ترلاسه كيدے۔ وفاقي وزير ووئيل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو اختلافي نوټ څخه دا سوال پيدا شوې جې په دې پريكړه عمل درآمد لپاره به د آئين د مخصوص چوكو په اړه آرټيکلز معطل کول وي۔ وفاقي وزير ووئيل تحريك انصاف ته په دې کيس كښ?? غير د غوښتلو ريليف وركړې شوې۔ وفاقي وزير وئويل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو په خپل اختلافي نوټ كښې آئيني او قانوني نکتې پورته كړې،دغه ??كتې په ليګل فريم ورك لوئې سواليه نشان دې،د هغوې ځواب راتلل ضروري دے۔
د سپريم کورټ دوه معززه ججانو د مخصوص چوكو په اړه اختلافي نوټ كښې مهم نکات پورته كړي، د مخصوص چوكو په معامله هغه ګوند له ريليف وركړې شوے كوم چې خواست هم نه ؤ كړې:عطاءالله تارړ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا