اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي د پي ټي آئي حكومت په يوټېلټي سټورونو په يو كال كښې د 124 اربه روپو سبسډي وركړی٬غوړي ارزانولو لپاره ټېكسونه كموو٬تېر حكومت د برېښنا ګرانې لوظ نامې كړي او سزا يې مونږ زغموو٬د تېرو 70 كلونو د حكومتونو د غلطو پالېسو او غلطو پريكړو نتيجې راوځي كومې چې اولس هم زغمي۔د كورونا له امله په ټوله نړۍ كښې ګراني راغلې۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل د كورونا وبا له امله په نړيواله كچه د 40 كلونو رېكارډ ګراني راغلې٬مونږ خواركي تېل برآمد كوو٬د خواركي تېلو بيعه د يو ټن د 500 ډالرو نه 1200 ډالرو ته رسېدلې۔ده ووئيل چې كله په نړۍ كښې د كورونا وبا خپره شوه نو هغه وخت په نړيوال ماركيټ كښې د پېټرول بيعه د يو بېرل 35 ډالر وه او نن د پېټرول بيعه د يو بېرل 85 ډالر ته رسېدلې۔ ده ووئېل د اېل اېن جي بيعې په ټوله نړۍ كښې نه قابو كېږي٬هره ورځ نوې بيعه راځي۔د سكرو په بيعه كښې 200 فيصده اضافه شوې
په يوټېلټي سټورونو په يو كال كښې د 124 اربه روپو سبسډي وركړی شوې٬غوړي ارزانولو لپاره ټېكسونه كموو۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria