اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د هدف نه په زيات ټېكس وصولې قوم او فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) ته مباركي وركړې۔ د جمعې په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې اېف بي آر د روان مالي كال 22-2021 وړومبو دريو مياشتو لپاره مقرر د 1211 ارب روپۍ هدف په مقابله كښې 1395 ارب روپۍ ټېكس محصولات جمع كړي۔ ده ووئيل چې د مقرره هدف نه زيات ټېكس په جمع كولو قوم ته مباركي وړاندې كوم۔ وزيراعظم ووئيل چې د روان مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې د ټېكس وصولي د تېر مالي كال د دې مودې په امدن كښې د 38 فيصد اضافې علامت دے۔
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا