اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي) د قامي اقتصادي كونسل د ايګزېكټو كمېټۍ(ايكنك)غونډه د خزانې وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د 339 اربه روپو څخه د زيات ماليت د مواصلات او تعليم درې مېګا پروژو منظوري وركړی شوې۔د جمعې په ورځ شوي ايكنك غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور خان جهګړا او نورو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ دغسې ايكنك د خېبرپښتونخوا حكومت د دير موټروے د منصوبې منظوري وركړې٬د 38 اربه 99 كروړه روپو دا پروژه به د خېبرپښتونخوا هائي وے اتهارټي بشپړوي٬ نزدې 30 كلوميټره اوږده څلور اړخيزه موټروے به د چكدرې څخه پېل كېږي او په دير رباط سيمه كښې به پاې ته رسي۔ايكنك د 276 اربه 52 كروړه94 لكه روپو ماليت د پیښور نه تر ډي آئي خان موټروے پروژې هم منظوري وركړې٬ 360 كلوميټر اوږده شپږاړخيزه دا موټروے به خېبرپښتونخوا هائي وے اتهارټي بشپړوي٬دا موټروے به كوهاټ٬هنګو٬كرك٬بنو٬لكي مروت٬ټانك څخه تر ډېره اسماعيل خان رسي۔دې دواړو پروژو بشپړېدو سره به په دې سيمو كښې د ټرانسپورټ آسانيو سره سره سېلګرۍ او تجارت ته هم وده ترلاسه شي چې ورسره به معاشي هلې ځلې زياتې شي او ځايې آبادي به ترې استفاده وكړي۔د خزانې صوبائي وزير تېمور سليم جهګړا ووئيل د كے پي كے حكومت د موټروے او ايكسپرېس وے د لارې سيمې تړي٬ايكنك د دې پروژو هركلے وكړو كومو څخه چې سېلګرۍ او تجارت ته وده ترلاسه كېږي۔د دې نه علاوه ايكنك د پاكستان يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ايمرجنګ ټېكنالوجي پروژې هم منظوري وركړې ٬د دې پروژې مجموعي لګښت 23 اربه 54 كروړه روپۍ دے٬د ريسرچ يونيورسټۍ له مخې به سټېټ آف آرټ ټېكنالوجي پارك٬سائنس اينډ ټېكنالوجي څانګو كښې سينټر آف ايكسيلنس جوړولې شي۔
د قامي اقتصادي كونسل د ايګزېكټو كمېټۍ(ايكنك)غونډه د خزانې وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې وشوه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina