اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د او آئي سي په غونډه كښې مونږ د كشمير مسئله په پورته كولو كښې كامياب پاتې شوي يؤ٬مونږ كشمير سره پ خپلو اړيكو او دغلته په روانه وضعه غلې پاتې كېدې نه شؤ۔ د نهې په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې وړومبۍ ورځې معمولاتو په اړه خارجه وزير په خپل يو بيان كښې ووئيل چې نن كنفرنس په ښه ډول پیل شو۔ ده ووئيل زه په دې خبره ډېر خوشحاله شوم چې په غونډه ګښې د كشمير مسئله پورته كړې شوه٬ نړۍ ته د كشمير مسئلې په اړه نن په غونډه كښې باور وركړی شو چې هلته حالات څومره خراب شوي دي۔مونږ كشمير سره په اړيكو او دغلته په صورتحال غلې نه شو پاتې كېدې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې نن په كنفرنس كښې وېنا كونكو ټولو مقررينو د كشمير ذكر كړې٬دا زمونږ ډېره لويه كاميابي ده۔په غونډه كښې د يوكرين٬افغانستان او ترهه ګرۍ پشمول په بېلو موضوعاتو هم ښه خبرې وشوې
د او آئي سي په غونډه كښې د كشمير مسئله پورته كولو كښې بريالي شوي يؤ٬ كشمير سره په خپلو اړيكو او دغلته په روانه وضعه غلې پاتې كېدې نه شو۔ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا