اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) ?? كشمير او ګلګت بلتستان ??ارو وفاقي وزير علي امين خان ??ڼدا پور وئيلي دي پرمختګ او سوكالۍ له د پاكستان سم او مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كول ضروري دي۔ ده اسلام آباد كښې د نېشنل بنك او ټرېك پاكستان ترمينځھ د پاكستان امېج غوره كولو په اړه د تفاهم يادښت لاس ليك په مهال د خپلو خيالاتو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل د تفاهم دا يادښت خوشبينه دے۔ د دې ترمخه به نېشنل بنک غېر ملكي زده كوونكو ته د پاكستان دورې لپاره مرسته وركوي۔ ده ووئيل د نړيوال پوهنتون كوم زده كوؤنكي ??ې د پاكستان دوره كوي هغوي به د سېلګرۍ ځايونو او كلتور په اړه مناسب دريځ خپلولې شي۔ بېرته تللو سره به دوئي د پاكستان غوره سفيران ثابت شي۔ ده ووئيل دا منصوبه ډېره مهمه ده او دې سره به د پاكستان بېلو څانګو او په خاص توګه د سېلګرۍ څانګې ودې له مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير د نشنل بنك په چارواكو زور راوړو ??ې د ګلګت بلتستان ????ئي ودانۍ له په خپلو كورونو كښې مېلمنو لپاره د يوې يا دوو كوټو جوړولو له د سود نه پاك قرض سكيم جاري كړي۔ده ووئيل هېواد كښې د سېلګرۍ څانګې ودې له حكومت وېزه پالېسي نرمه كړې كومې سره به ??ې د غېر ملكي سېلګرو شمېره زياته شي او د پاكستان معيشت به مضبوط شي
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼدا پور دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena