اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پېنډۍ او اسلام آباد وګړو له ?? صحت لا ښه او معياري آسانۍ وركولو لپاره د زيارت په ??رځ اصولي پرېكړه كولو سره اسلام آباد كښې د نېشنل يونيورسټي آف ميډيكل سائنسز ستي جوړولو منظوري وركړې ده ۔ مجوزہ میډیکل سټي جوړول به د نېشنل يونيورسټي آف ميډيكل سائنسز ري لوكېشن او پراختيا په ځائ عملي كولې شي٬ دا پرېكړه په وزیراعظم آفس كښې د نېشنل يونيورسټي آف ميډيكل سائنسز د وائس چانسلر لېفټېننټ جنرال سيد عمران مجيد د بريفنګ په مهال وكړې شوه۔ منصوبه د كومې چې وزيراعظم منظوري وركړه له مخې به په وړومبي پړاٶ كښې د صحت مجوزه جديدو آسانيو لپاره په 4 زره كټونو مشتمل روغتون وي او وخت سره سره به دا نهه زره ته رسولې شي۔ ميډيكل سټي به د 2 لكه 70 زره رنځورانو روغتون وي چې پكښې به د 50 لكه آٶټ ډور رنځورانو د درملنې حاجت هم ترسره كولې شي۔ مجوزه ميډيكل سټي كښې به د داروګانو جوړولو جديد او فعاله ??جحانات او تحقيق٬ واكسين او مدافعتي سېرم٬ داروګانو معياري جوړول او نورې اړوندې هلې ځلې هم وي۔ وزیراعظم د وفاقي حكومت لخوا ميډيكل ستي جوړولو او ??رم??تګ لپاره د مالي وسائلو وركولو د عزم څرګندونه كړې۔ وزیراعظم د میډیکل سټي جوړولو په تصور او هلو ځلو د نېشنل يونيورسټي آف ميډيكل سائنسز (نمز) د د وائس چانسلر او د ھغه د ډلې ستائنه وكړه
وزیراعظم اسلام آباد كښې د نمز ميډيكل سټي جوړولو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں