اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د ايشيا پيسيفك هېوادونو د بين الپارليماني يونين سيمينار ګډون كوونكو ته په پاكستان كښې د سيلاب اوسني تباهۍ او په ميرمنو او ماشومانو د اثرات په اړه مختصر دستاويزي پروګرام وښودلے شو۔د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ګډون كوونكو ته په دې دستاويزي پروګرام كښې وئيلي شوي ځپليو سيمو كښې د دې آفت له امله 3 زره كسان مړه شوي ،ځپليو سيمو كښې 90 فيصده ولاړ فصلونه تباه شوي ،سيلاب په وجه ګڼ شمير ميرمني ، كونډي او ماشومان ستونزو سره مخ دي ،7 زره ميرمني حامله دي كومې چې د ماشومانو زيږولو لپاره سهوليات ته اړتيا دلري ، بهرني مرستي نه غير سيلاب ځپلي ميرمني نه شې بحالېدې۔ دستاويزي پروګرام كښې وئيلي شوي د سيلاب له امله 400 ماشومان مړه شوي ،160 پلونه ، سړكونه تباه شوي ، د ځپليو ماشومانو په مخونو خندا او د ژوند خوشحالۍ بحالولو لپاره ريسكيو او بحالۍ ته اړتيا ده۔
د بين الپارليماني يونين سيمينار ګډون كوونكو ته د سيلاب تباهۍ په اړه مختصر دستاويزي پروګرام وښودلے شو
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری