اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)ټرانسپېرنسي انټرنېشنل وئيلي دې پاکستان كښې كرپشن كم شوې٬ سوئيلي آسيا ء كښې كرپشن كمېدو په لړ كښې چين او پاكستان په وړومبني او دويم لمبر دي او پاكستان په درجه بندۍ كښې 9 درجې ښه والي راسوتو سره 116م لمبر ته راغلې او دغسې پاكستان كښې سپېځلتيا هم زياته شوې۔د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل راپور له مخې چين كرپشن كښې 12 درجې بهترۍ راوستې ٬ هند كښې كرپشن 5 درجې ښعه شوې ، دغسې سري لنكا كښې 4 درجې كرپشن زيات شوې٬ راپور تر مخه بنګله دېش 2 ٬ نيپال او ايران 7 درجې بهتري راوستې ۔ راپور له مخې په 176 هېوادونو كښې د سپېځلتيا په لحاظ پاكستان په 116 لمبر دے او د سپېځلتيا په لحاظ پاكستان ته د وړاندې په نسبت 32 پوائنټس ترلاسه شوې دي
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2