اسلام آباد 15 جون (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې پاكستان د پاكستان او هند ترمينځه د كړكېچ كمولو لپاره د روسيې اولس مشر ولادي ميرپيوټن د مينځګري توب د وړاندېز هركلې كو??٬پ??كستان به د كشميري اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي٬په ډرون بريدونو پاكستان واضحه دريځ لري٬مستحكم افغانستان د پاكستان په ګټه دې۔د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مه??ل د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل چې د افغانستان مسئله يوازې د سياسي مذاكراتو د لارې حل كېدې شي٬امريكې هم منلې چې د افغانستان د مسئلې پوځي حل ممكن نه دې۔وياند ووئيل چې د افغانستان كورنۍ مسئله ده او له امله يې د داعش پشمول د ترهه ګرو يو شمېر ډلې هلته خپل قدمونه مضبوطوي كومې چې نه يوازې د پاكستان بلكې د منطقې هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دي۔ده ووئيل چې په دې وروستيو كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او افغان اولس مشر اشرف غني ترمينځه په آستانه كښې د ملاقات په مهال امن لپاره پھ شريكو هڅو اتفاق شوې وو۔ده ووئيل چې تورونه لګول د مسئلې حل نه دې٬دا د هغو خلكو په ګټھ دي كوم چې په افغانستان كښې امن نه غواړي
پاكستان د پاكستان او هند ترمينځه د كړكېچ كمولو لپاره د روسيې اولس مشر ولادي ميرپيوټن د مينځګري توب د وړاندېز هركلې كوي
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ