اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزیر شوکت ترین د هېواد په بازار كښې د غوړو او كوكنګ آئل په بيعه كښې په زياتوالي د اندېښنې څرګندولو سره پاکستان بناسپتي مینوفیکچررزایسوسی ایشن ته د مارکیټ په بنیاد د مسئلې حل کولو او نړيوال مارکیټ كښې د تيلو بيعه كمېدو تر مخه د خوراكي تیلو بيعه د كمولو سپارښتنه كړې ، د خزاني وزير ووئيل بايد نړيوال مارکیټ كښې د تيلو بيعه كښې د معمولی کمی ګټه هم صارفینو ته منتقل كړے شي۔د خزاني وزير دا خبره د پاکستان بناسپتی مینوفیکچررزایسوسی ایشن پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه، د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر مخدوم خسروبختیار، خاص مرستيال ډاکټروقارمسعود، د صنعت او پیداوار سيكرټري ، د اېف بی آر چئیرمېن او سینئر افسران هم په دې موقع موجود وؤ۔ د خزاني وزير د ایسوسي اېشن چئیرمین او پلاوي هركلے وكړو او د هېواد په ماركيټ كښې ئې د غوړو او کوکنګ آئل په بيعه كښې په زياتوالي د تشویش څرګندونه وكړه۔ د ایسوسی اېشن چئیرمېن د خزاني وزیر د کوویډ19 وبا په وجه نړيوال مارکیټ كښې د پام آئل بيعه كښې د زياتوالي نه خبر كړو۔ده ووئيل دا مهال نړيوال مارکیټ كښې د پام او سویا بین آئل بيعه 1100 نه تر 1257 ده۔د هېواد مارکیټ كښې د تيلو د بيعي انحصار په نړيوال مارکیټ كښې په تيلو او ډالر وي۔د خزاني وزير د صورتحال په غور سره جاج اخستلو نه پس ایسوسی ایشن ته ماركيټ كښې د غوړو او كوكنګ په آئل په بيعه كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره پاکستان بناسپتي مینوفیکچررزایسوسی ایشن ته د مارکیټ په بنیاد د ایشوز حل کولو او نړيوال مارکیټ كښې د تيلو بيعه كمېدو تر مخه د هېواد په بازارونو كښېس د خوراكی تیلو بيعه كمولو له سپارښتنه وكړه۔
د خزاني وفاقي وزير شوکت ترین د غوړو او كوكنګ ائل په بيعه كښې په زياتوالي اندېښنه څرګنده كړه
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل