اسلام آباد 25 جولائي (اے ??ي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د اسلامی مرستي تنظیم (او آئی ??ی) عمو??ي سېكتر حسین براهیم طحه سره ټیلی فوني خبرې اترې كړي۔ د نهي په ورځ د خارجه دفتر له مخې دا ټیلی فوني تماس سویډن او نور اروپائي هېوادونو كښې د قرآن پاك د بې حرمتی پرله پسې پېښو پس منظر كښې نيولې شوې۔ خارجه وزير د سپكاوي كارروائیو غندنه كړي كوم چې د نړيوال ق??نون ښكاره خلاف ورزی ده۔ده د او آئی ??ی سیكرټری جنرل په 6 جولائي 2023 د پاكستان د پارلیمنټ شريكه غونډه كښې د منظور كړې شوي قرارداد او په 7 جولائي 2023 ګرد هېواد كښې د قرآن یوم تقدس لمانځلو څخه خبر كړو كوم چې د تحفظ قرآن لپاره د پاكستاني اولس د هيلو عكاسی كوي۔خارجه وزير دا خبره وستائله چې د او آئی ??ی سیكرټری جنرل په مشرۍ كښې د غندنې وړ دې كارروائیو سمدستي ځواب وركولې شي۔ ده په 2 جولائي 2023 جده كښې د او آئی ??ی د ایګزیكټو كمېټۍ غیر معمولی غونډه او غونډې نه پس جاري كړې شوې كوټلې اعلامیې وستائله۔ خارجه وزير په دې معامله د هنګامی وزارتی غونډې كولو لپاره د او آئی ??ی د پرېكړي هركلې وكړو او سیكرټری جنرل ئې په دې لړ كښې د ایران، سعودی عرب او تركیې خارجه وزيرانو سره شويو خبرو اترو څخه خبر كړو۔د او آئی ??ی سیكرټری جنرل د اسلامو فوبیا مخنيوي لپاره د پاكستان ه??ي ستائلو سره ملګرو ملتونو كښې په دې لړ كښې د پاكستان اهم كردار وستائلو۔ خارجه وزير سیكرټری جنرل له باور وركړو چې پاكستان به د اسلامو فوبیا د غندني وړ چپې مخنيوي لپاره د او آئی
سی په ټولو اقدامات كښې فعاله برخه اخلي
د خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د او آئی سی عمومي سېكتر سره ټیلیفوني رابطه، پاكستان كښې د قرآن یوم تقدس لمانځلو په اړه يۍ خبر كړو
Electronic PP online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2