یوکوهاما 05 مئی (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې المان په ا??وپائي ائتلاف كښې د پاكستان تر ټولو لوي شراكت دار دے ٬ بايد المان په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د ښو موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ ده جاپان يوكوهاما ښار كښې د المان يو پلاوي سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ د المان پلاوي مشري پارلمانی سټيټ سیکتر هانس جوهن فیوچټل کوله۔ په دې موقع ده د المان لخوا پاکستان سره په بېلا بيلو څانګو او په خاص توګه د توان ، صحت ، تعلیم ، ګورننس ، پ??ئیدار پرمختګ او مائیکروفنانس كښې پرله پسې مرسته وستائله۔ وفاقی وزیر ووئيل ?? دواړه هېوادون?? ترمينځه ا??لام آباد كښې د خبرو اترو په مهال د مرستې نوې لارې لټولې شوې دي۔ المان په پاکستان كښې نوره سرمايه كاري كولو كښې خوښې لري۔ پھ دې مهال د الماني پلاوي مشر هيله څرګنده كړه چې ?? دواړه هېوادون?? ترمينځه شريكه مرسته به لا زياته كړې شي۔ ده پاکستان ته د اسياﺀ بحرالکاهل کلائیمیټ فنډ كښې د شمولیت کولو بلنه وركولو سره کلائیمیټ رسك انشورنس كښې د مرستې وړانديز هم وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې وفاقی وزیر د اسيائي پرمختيائي بانك ??ور?? آف ګورنرز كلنه غونډه كښې د ګډون په لړ كښې د جاپان په دوره دے۔
المان په اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان تر ټولو لوي شراكت دار دے
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون