اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي)متحده عرب ??ما??ت د پاكستان پھ بېلو څانګو كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي څرګنده كړې٬په دې لړ كښې د دبئي شاهي كورنۍ سره تعلق لرونكې شخصيت شېخ احمد دلموك المكتوم په مشرۍ كښې د متحده عرب ??ما??ات پلاوي د ګل په ورځ د اوبو وسائلو وفاقي وزير فيصل واوډا سره ليدلي دي۔په پلاوي كښې د متحده عرب ??ما??ات ډپټي هېډ آف مشن عبدالعزيز النيادي هم شامل وو۔وفاقي وزير د متحده عرب ??ما??ات پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بېلو موقعو په اړه خبر كړو۔د ملاقات په مهال د بندونو او پن برېښنا پروژو جوړولو پشمول د اوبو وسائلو په څانګه كښې پھ دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔فيصل واوډا پلاوي له په پاكستان كښې د اوبو وسائلو په پروژو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ده ووئيل پاكستان د متحده عرب ??ما??ات سره تاريخي اړيكې لري۔مو??ږ به د اوبو وسائلو پروژو او په نورو څانګو كښې د متحده عرب ??ما??ات سرمايه كارۍ هركلے كوو۔د متحده عرب ??ما??ات پلاوي په پاكستان كښې د په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي څرګنده كړه او پاكستان له يې د هر ډول مرستې وړاندېز وركړو
د شېخ احمد دلموك المكتوم په مشرۍ كښې د متحده عرب امارات پلاوي د وفاقي وزير فيصل واوډا سره وليدل
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania