اسلام آباد 03 اکتوبر(??ے پی پی)د نېشنل ايكشن پلان ايپكس كمېټۍ په پاكستان كښ?? په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو وتلو او په غېر قانوني د غېر ملكي كسانو تجارت او پراپړټۍ په ضد د سختې كاروائي كولو پريكړه كړی اده و د جعلي شناختي كارډز٬كاروبار او د پراپرټۍ جانچ پړتال لپاره د داخله وزارت له مخې يو ټاسك فورس جوړ كړے شوے ۔د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښ?? د نېشنل ايكشن پلان ايپكس كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ شوې۔په غونډه كښ?? د پاك پوځ سرلښكر٬اړوند وفاقي وزيرانو٬صوبائي او اعلٰی وزيرانو او قانون نافذ كوونكو ټولو سول او عسكري ادارو مشران موجود وو۔جاري شوي پرېس رېليز له مخې ګډون كوونكو د هېواد داخلي امنيت صورتحال جامع جائزه اخستے دغسې چې د ممكنه چېلنجونو په پائيدار انداز مخ نيوے وكړے شي۔د ټولو ستونزو باوجود ګډون كوونكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د اولس د هيلو له مخې د آئين او قانون عملداري باوري كولې شي۔په غونډه كښ?? په شوو مهمو پريكړو كښ?? په پاكستان كښ?? په غېر قانوني توګه مېشته غېر قانوني غېر ملكيانو وتلو٬ په پوله د تګ راتګ طريقه كار يو دستاويز صورت كښ?? منظم كول( چې پكښې به په پوله د تګ راتګ اجازه يواځې په پاسپورټ او ويزا وركولې شي) او د غېر قانوني غېر ملكي كسانو تجارت او پراپرټۍ په ضد سخته كاروائي كول شامل ده ۔د داخله وزارت له مخې يو ټاسك فورس هم جوړ كړے شوے كوم به چې د جعلي شناختي كارډز٬كاروبار او پراپرټۍ جانچ پړتال كوي دغسې چې غېر قانوني شناختي كارډ او د املاك تدارك وكړے شي۔فورم د زياتو شوو غېر قانوني هلو ځلو پشمول د نشه اي توكو قاچاق٬ذخيره اندوزي٬د خوراك څښاك څيزونو او د كرنسۍ قاچاق٬غېر قانوني رقم ترسيل او د برېښنا غلا په ضد د جاري كاروائي لا زياتولو او موثر كولو پخلے كړے۔فورم دا خبره په ډاګه كړه چې د طاقت استعمال يواځې د رياست دائره اختيار دے او كوم هم كس يا ډلې ته به د طاقت په زبردستۍ د كارولو اجازه ورنه كړي شي۔په هېواد كښ?? د كوم هم ډول سياسي وسله والې ډلې يا تنظيم كوم ځاے نشته او دې ډول هلو ځلو كښ?? ككړو كسانو سره به سختۍ كولې شي۔په دې خبره هم رڼا اچولې شوه چې اسلام د امن دين دے او رياست به د كوم هم مذهب د خپلې خوښۍ تشريح كولو او سياسي مقاصد ترلاسه كولو اجازه چاله ورنه كړي۔د اقليتونو حقونه او مذهبي آزادۍ٬اسلام او د پاكستان د آئين برخه ده او رياست به دا خبره باوري كوي۔فورم په دې خبره زور راوړو چې د ډنډورې او ناسمو معلوماتو كمپائن كوونكو سره به د سائبر ??وا??ين له مخې سختي كولې شي ۔ګډون كوونكو ته ووئيل شول چې د ??وا??ين خبرتيا او د عملدرآمد لپاره تكنيكي طريقه كار وضع كولې شي٬كوم چې د قانون پاسدارۍ او د اولس آسانۍ تر مخه به وي۔په آخر كښ?? فورم د دې عزم پخلے وكړو چې د ايمان٬اتحاد او نظم په اصولو په صحيح معنو به عمل كولې شي او د هېواد پرمختګ لپاره به هڅې جاري ساتلې شي۔
د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان په اړه د ايپكس كمېټۍ غونډه٬په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو وتلو٬غېر قانوني غېر ملكي كسانو تجارت او پراپرټۍ په ضد د سختې كاروائي كولو پريكړه
Ultimate forward entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا