اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو نګران وفاقی وزیر جلیل عباس جیلانی وئيلي دي د غزه او ??لس??ین صورتحال زيات خراب دے،هلته د رواني تباهۍ د دې څخه وړاندې كوم مثال نه ترلاسه كېږي، اسرائیل د جنګی جرمونو مرتكب كېږي،په غزه كښې لوئ لوئ كورنۍ ختمې كړې شوي، د پاكستان حكومت د ??لس??ین مسئلې حل كولو او د ??لس??ین اولس د ستونزو ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر ??شتاق احمد د پام راګرځوني نوټس په ځواب كښې نګران وزیر خارجه جلیل عباس جیلانی ووئيل د غزه او ??لس??ین صورتحال زيات خراب دے،د تيرې څه مودې په مهال چې هلته كومه تباهي شوې د هغې وړاندې كوم مثال نه موندلے كېږي ، 18 زره څخه زيات كسان شهيدان شوي او د 40 زره څخه زيات كسان ژوبل شوې دي، غزه نزدې تباه شوې ده۔ده ووئيل اسرائیل د جنګی جرمونو مرتكب كېږي ٬ پاكستان په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د اسرائیل ظلمونه نسل كشی ګرځولې ده،بايد نړۍ دې پلو پام لرنه وكړي۔ده ووئيل هلته لوئ لوئ كورنۍ ختمي كړې شوي او ګڼ شمير ماشومان د مرستي په انتظار دي څوك هم د هغوي د مرستي كولو نشته، حماس سره د اسرائیل 250 كسان بنديوان دي دغسې 7 زره څخه زيات ??لس??ینیان په زندانونو كښې د اسرائيل سره پراته دي، ده ووئېل د جنګ بندۍ لوظنامې له مخې به اسرائیل 150 ??لس??ین وګړي او حماس به 50 د اسرائیل وګړي خوشي كوي
د غزه او فلسطین صورتحال زيات خراب دے، اسرائیل د جنګی جرمونو مرتكب كېږي۔جلیل عباس جیلانی
Virginia Electronic Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک