لاهور۔29دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي ??زیر عطاﺀ تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت د کارکردګۍ په اړه وائټ پېپر جاري كولو سره ??ئي??ي چې په كے پي كے كښې اولسي مسئلو ته د چا هم پام نشته٬ د پي ټي آئي حكومت په صوبه كښې كرپشن ته له ودې وركولو پرته بل څه نه دي کړې۔ د اتوار په ورځ دلته ماډل ټاون کښې د پرېس کنفرنس په مهال ??فاقي ??زیر وویل چې د عوامي مېنډېټ له مخې وفاق کښې ګډ حکومت رامنځته شو، په پنجاب کښې مسلم لیګ (ن)، خېبر پښتونخوا كښې تحریک انصاف، سندھ او بلوچستان كښی پیپلز ګوند ته پاكستاني اولس مېنډېټ وركړو٬ سیاسي ګوندونو اولس ته باور ورکړو چې د هغوي د مسئلو حل مونږ سره دے۔ د هر سیاسي ګوند په منشور كښې د اولس مسئلو ??ه خاص پام ګرځولے شي۔ ده و??ئي?? په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي د حكومت 11 كاله شوي دي٬ په خېبر پښتونخوا كښې مالي بدعنواني او بد نظمي زیاته شوې ٬ په كے پي كے كښې د 152 اربه روپو بې ضابطګۍ وشوې۔ ده و??ئي?? د خېبر پښتونخوا حكومت خزانې څخه په اربونو روپۍ په سوشل ميډيا پروپېګنډې لپاره مصرف كولې شي او سوشل میډیا ته ادائيګي د فرضي كمپنيو په نوم كيږي۔ ده و??ئي?? د كے پي كے حكومت مجموعي خساره 725 اربه روپۍ ده په كومه كښې چې د 51 كروړه روپو مشكوك ادائيګي شوې ده٬ د قرض بوج 75 اربه روپۍ دے٬ كه په خساره قابو ونه موندلے شي نو تر كال 2030 به دا 2555 روپۍ ته ورسي۔ وفاقي ??زير و??ئي?? په خېبر پښتونخوا كښې ګډ ګورننس او مالياتي نظام ته اړتيا ده ده و??ئي?? د وزيراعظم شهباز شريف حكومت هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كولو سره معاشي ثبات پلو راوستلو٬ تېر كال ګراني 32 فیصد وه كومه چې 4 فيصد ته راغلې ده۔ ده و??ئي?? په ټول هېواد كښې د خوراك څښاك څيزونو بيعې ټيټې شوي دي دي په كے پي كے كښې ولې ټيټې شوې نه دي؟ ده و??ئي?? د خېبر پښتونخواہ حکومت ټول پوهنتونونه اېچ اي سي څخه ويستلو سره د وزيراعلی ماتحت كړل٬ په صوبه كښې د زده كړو څانګې ته زيان ورسولې شو ٬ په خېبر پښتونخوا كښې استاذانو ته تنخاګانې وركولې نه شي هغوي په سړكونو دي۔ ده و??ئي?? په خېبر پښتونخوا كښې د خبريالانو په ضد كارروائي وكړې شوه۔ ده و??ئي?? د صوبې تر ټولو لوئے دښمن علی امین ګنډاپور او دده د ګوند مشرتابه ده٬ تر كومې چې دا صورتحال سم شوے نه وي د صوبې اولس به سوكاله نه شي۔ ده و??ئي?? مونږ غواړؤ چې مذاكرات مخ په وړاندې لاړ شي٬ مونږ سياسي خلك يؤ په افهام او تفهيم باور لرؤ۔ ده و??ئي?? زمونږ هڅه ده چې د پاكستاني اولس بهترۍ له په ګډه كار وكړؤ٬ مونږ غواړؤ چې معاملات مخ په وړاندې لاړ شي او حل شي۔ ده و??ئي?? مونږ په خېبر پښتونخوا كښې د امن او روغتيا په شمول په ټولو څانګو كښې مرسته كولو له چمتؤ يؤ۔ ده و??ئي?? د مذاكراتو مقصد چاته ډھيل يا اېن آر او وركول نه دي بلكې په هېواد كښې سياسي ثبات راوستل دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئي?? پي ټي آئي سره مذاكرات لپاره كمېټي جوړه كړې شوې ده كومه به چې خبرې اترې كوي۔
وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت د کارکردګۍ په اړه وائټ پيپر جاري كړو ٬ د پي ټي آئي حكومت په صوبه كښې كرپشن ته له ودې وركولو پرته بل څه نه دي کړې: عطاﺀ تارړ
NS Electronics Reliable Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ