استنبول 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د جمعې په ورځ پاك بحريه لپاره په څلورم ملجم کاروېټ بېړيو كښې د درېمې بېړۍ پي اېن اېس خېبر شاملولو پرانسته وكړه كومه چې د پاك تركيه په ستراتېژك پارټنرشپ كښې ??هم سنګ ميل دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې موقع ووئيل د پاکستان او ترکيه ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي٬ دواړو هېوادونو په ګډه د پرمختګ سفر جاري ساتلے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د صدر رجب طيب اردوان په بلنه د تركيه په دوه ورځنۍ دوره تللے٬ په استنبول شپ يارډ كښې د پي اېن اېس خېبر لانچنګ دستوره كښې ??فاقي وزيران مريم اورنګزېب، سيد نويد قمر او اسرار ترين هم موجود وو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سردودونه وغږولے شول او شپ يارډ ته په رسېدو وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر ??ړاندې كړے شو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف دستورې ته خپلې وېنا كښې ??وئيل د دوېم كور تركيه په دوېم ځل دوره كولو خوشحاله شوے يم، نننۍ ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تاريخي اړيكو كښې عظيمه ورځ ده٬ دواړو هېوادونو په هره سخته كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ ترکيه په هر نړيوال فورم د پاكستان ملګريتا كړې۔ ده ووئيل صدر رجب طيب اردوان يو دور اندېش لارښود دے، د دوي په مشرۍ كښې تركيه جديد فلاحي رياست جوړ شوے۔ وزيراعظم ووئيل كه د ام?? سره اوسېدل غواړې نو بيا هم جنګ لپاره به ځان چمتو ساتل وي، نن نړۍ يو شمېر شخړو سره مخ ده٬ ده ووئيل د روسيه او يوكرائن ترمېنځه د غنمو د برآمد په لوظنامه كښې تركيه مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ غونډې پاكستان هم د ??وا?? كمي سره مخ دے٬ پاکستان د تجديد ور ??وا?? او د ??وا?? ارزانو ذريعو لپاره اقدامات كوي۔ ده د تركيه سرمايه كارو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه له د تجديد وړ ??وا?? ذريعو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي ٬ دواړو هېوادونه په آلودګۍ كښې ??مي لپاره ه?? په ګډه كار كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په دې وروستيو كښې سخت سېلاب سره مخ ٶ، ترکيه د پاکستان بشپړه مرسته كړې، ترکيه څخه 15 الوتكې د سامان رارسېدلې ٬ په ماضي كښې ???? په هر سخت وخت كښې تركيه د پاكستان مرسته كړې، وزيراعظم شهباز شريف ووئېل پاکستان او تركيه به په ګډه د پرمختګ سفر دوامداره ساتي۔ په دې مهال وزيراعظم د بېړۍ په جوړولو كښې برخه اخستونكو ته هم پېزوئنې وړاندې كړې
وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د پي اېن اېس خېبر پرانسته وكړه
Shaolin Football APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ