اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف اولس ته له ګرانۍ څخه نجات وركولو له سياسي ثبات بنياد شرط ګرځولو سره وئيلي دي چې پ??كستان سره د وفادارۍ او دوستۍ غ??ښتنه دا ده چې په هېواد كښې دې معاشي استحكام وي٬ ځوانانو ته روزګار وركولو له سياسي بې روزګارو څخه خلاصې لازمي دے٬ اولس له به سوچ كول وي چې كله هېواد معاشي پرمختګ پلو تلل پېل كړي نو فسادي لښكر متحرك ولې شي؟ ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې د يوې ايجنډې لاندې معاشي تباهي رامخې ته كړی شوه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم ??يډيا ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې وزيراعظم ??وئيل كه څوك دا هڅه كوي چې پ??كستان به ډيفالټ شي نو نه به داسې وشي او نه كېدو ته پرېښودلې شي٬ د معيشت په بنيادونو كښې د مائيونو خپرونكي اوس د سياسي نظام په بنيادونو كښې هم د مائينونونو د خپرولو سازش كوي ٬ څنګه مو چې د آئين د طاقت د لارې هېواد د دروغژن او راشي حكومت څخه خلاص كړې وو ٬ اوس به اولس د روزګار ستونزو څخه هم خلاص كړؤ٬ سياسي شرخوښي په هېواد كښې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي دغسې چې پ??كستان كښې څوك سرمايه كاري ونكړې شي او د سېلاب ځپليو كورونه ودان نه شي۔ وزیر اعظم ??وئيل سېلاب ځپلي د يخنۍ ٬ لوږې او رنځونو څخه بچ كولو كښې د دې سياسي شريرانو هېڅ برخه نشته۔ ده ووئيل د اولس باور لمينځه وړونكي اوس اسمبلۍ لمينځه وړي٬ د دوئي مقصد سياسي عدم استحكم رامخې ته كول دي۔ ده ووئيل د پاكستان په اولس بايد رحم وكړے شي ٬ د ګرانۍ او بې روزګارۍ عذاب څخه دوئي ته خلاصې وركول سياست دے۔ ده ووئيل سياسي استحكام او ميثاق معيشت د پاكستان قومي سلامتيا مضبوطولې شي۔
پاکستان سره وفاداري او دوستي په هېواد کښې د معاشي ثبات غوښتنه كوي ٬ پاكستان به ديفالټ شي ٬ نه به داسې كېږي او نه به كېدو ته پرېښودلے شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
7’s luck APP game platform website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا