لاهور۔20مارچ(اے پی پی) د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك وئيلي دي اولس ته ريليف وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه به د ارزان پټرول سكيم لاندې موټر سائيكل لرونكو ته د 50 په ځاے د 100 روپو سبسډي وركولې شي او د 6 اونيو په مهال به دا سكيم عملي كړے شي ، پرېكړه شوې چې لويو ګاډي لرونكو ته به پټرول په زيات بيعه وركول وي ولې چې دلته د بې وزله و??ړو پاكستان يو دے او د مالدارو پاكستان بل ، عمران خان ځان قانون څخه بالا ګني٬ هغه عدالتونو ته نه وړاندې كېږي۔ ده د ګل په ورځ ماډل ټاؤن كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل مونږ د وزيراعظم په هدايت په ارزان پېټرول سكيم كار پېل كړے٬ په ابتدائي توګه بې وزله و??ړو ??ه 50 روپۍ سبسډي وركولې شي خو اوس د وزيراعظم په امر دا سبسډي 100 روپۍ ته رسولې شوې ۔ دا سكيم به په 6 اونيو كښې عملي كړے شي۔ ده ووئيل مونږ داسې مېكنزم جوړ كړے چې په شتمنده طبقه به ټېكس لګولے شي او بې وزله و??ړو ته به ريليف وركولې شي۔ ده ووئيل حكومت به په رمضان المبارك كښې اولس ته بشپړ ريليف وركوي او د دې تر ټولو غوره مثال اولس ته د وېړيا اوړو وركول دي۔ ده ووئيل بې وزله و??ړو ته ارزانه غوړو وركولو ته هم پام لرنه كوو۔ ده ووئيل د روان كال جنورۍ مي??شتې اولنۍ نېټې څخه مونږ د ګېس په ټېرف عملدرآمد پېل كړے او د ګاز سركلر ډېبټ مو ختم كړے ۔ده ووئيل 100 یا 200 يونټ كاروؤنكو ته به ارزانه برېښنا وركولې شي او دې څخه زياته برېښنا كا??ؤن??و ته به پورا بل وركول وي۔ ده ووئيل يو موټر سائيكل لرونكے وګړے د مي??شتې نزدې 21 لېټر كاروي زمونږ به هڅه وي چې دوي ته په يو وخت دوه څخه درې لېټر پټرول وركړے شي٬ دغسې د 800 سي سي یا دې څخه د كم سي سي ګاډو لرونكو ته به هره مي??شت په 30 لېټر سبسډي وركولې شي او په يو وخت به ګاډي كښې 5 څخه تر 7 لېټره پېټرول اچولې شي۔ ده ووئيل عمران خان رياست ته دړكې وركوي چې ما كه نيولے شې نو ونيسئ۔۔ په دې موقع ده د پخواني چيف جسټس مي??ں ثاقب نثار آډيو ليك حواله وركولو سره ووئيل داخله وزارت دې د دې پلټنې وكړي۔ ده ووئيل د توشه خانې په اړه حكومت ښكاره قانون جوړ كړے چې څوك ډالۍ ترلاسه كوي هغه به بيعه پورا وركوي۔
د وزيراعظم په سپارښتنه به د ارزان پټرول سكيم لاندې موټر سائيكل لرونكو ته 100 روپۍ سبسډي وركولې شي ٬ وزير مملكت مصدق ملك
Shuangfu APP game platform download
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری