اسلام آباد 22مارچ(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د پاكستان او تركيې ترمي??ځه د اوږې مودې تاريخي٬ د ملګرتيا او د ورورولۍ اړيكې دي٬د تركيې اولس د تېرې مياشتې زل??لې نه پس د رامخې ته شوي سخت صورتحال مړانه سره مقابله وكړه ٬تركيې تېر كال د سخت سېلاب نه پس د پاكستان بشپړه مرسته كړی په دې د تركيې اولس او حكومت مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ??رځ دتركيې زل??له ځپليو لپاره د پاكستان نېشنل ډونرز كنفرنس ته د ??ېن?? كولو په ??هال كړې د كوم اهتمام چې نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي(نسټ)د تركيې سفارتخانې او تركش ايرو??پي?? په ??رسته كړې و۔ دستوره كښې د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري او په ??اكستان كښې تركيې سفير مهمنت پچاچی نه علاوه د يونيورسټۍ فيكليټۍ غړو او ګڼ شمېر زده كونكو ګډون وكړو۔صدر مملكت زل??له ځپليو لپاره د محفوظ ودانيو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل چې د دې سره په ځاني او مالي زيان كمېدو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔صدر مملكت ووئيل چې د تركيې او نيمې وچې اولس ترمي??ځه د سلګونو كلونو پخوانې اړيكې دي۔ ډاكټر عارف علوي تېره شپه ??اكستان كښې د راغلې زل??لې ذكر كولو سره ووئيل چې د زل??لې په ??هال احتياطي تدابير اختيارول ضروري دي دغسې چې د بشري ځانونو د زيان مخ نيوې وشي۔ دې څخه وړاندې د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري په خپل خطاب كښې په ډونرز كنفرنس كښې په ګډون د صدر مملكت مننه وكړه۔ده ووئيل چې په تركيه كښې تېره مياشت د زل??لې له امله سخت ځاني او مالي زيان شوې۔د زل??لې څخه د زيان تخمينه 35 ارب ډالر ده٬د زل??لې له امله په ځپليو سيمو كښې زياتره ادارې د مرستې او بحالۍ كار كوي كومو ته چې وسائل پكار دي۔ده ووئيل چې د زل??لې څخه سمدستي وروستو نېشنل يونيورسټي سائنس اينډ ټيكنالوجي تركيې ته د مرستې سامان لېږلې او د تركيې او سوريه لپاره په ??جموعي توګه تراوسه د مرستې سامان پشمول 8 کنسائنمنټس لېږلې شوې دي۔ په دې موقع د ??ېن?? كولو په ??هال د تركيې سفير مهمت پيكاسي ووئيل چې په ??اكستان كښې تېره شپه د زل??لې له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل په تركيه كښې د زل??لې څخه وروستو پاكستان د تركيه هر ممكنه مرسته كړې۔ده ووئيل چې د زل??لې نه پس د فرورۍ په 7مه نېټه د اېن ډي اېم اے ډله تركيې ته رسېدلې او د ملبې څخه يۍ لويې شمېر خلك ژوندي راويستلي٬د نسټ نه علاوه د پاكستان سول سوسائټۍ هم بشپړه مرسته كړې۔ده ووئيل چې د زل??له ځپليو لپاره اېن ډي اېم اے تراوسه 50 زره ونټر ټينټس لېږلې دي٬د پاكستان څخه په خېمې او يو نيم لك كمبلې د زل??لې ځپليو لپاره لېږلې شوي دي۔ده د تركيې اولس او حكومت لخوا په ??رسته د پاكستان مننه وكړه
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د تركيې زلزله ځپليو لپاره”پاكستان نېشنل ډونرز كنفرنس”ته وېنا
Farm Raider APP game platform website
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار