اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي حکومت انفارمېشن ټيکنالوجي ته خاص پام لرنه كوي ، د آئي ټي په څانګه كښې ځوانانو له د روزګار پراخه موقعې وركړې كيدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سپيشل ټيکنالوجي زون اتھارټي بورډ آف ګورنرز څلورمې غونډې مشري كولو سره وكړه۔ وز??راعظم ووئيل لويو ښارونو كښې آئي ټي سره تړون لرونكو كسانو له آسانيو وركولو له خصوصي زون جوړېږي، دې مقصد لپاره حکومت اين او سي ترلاسه كولو په ځائې تعميلي نظام معارفي كړے ۔ده ووئيل ځوانان د آبادۍ 68 فيصده دي، آئي ټي څانګه كښې د کھپت زيات ګنجائش دے،د دې د لارې به د سماجي او اقتصادي پرمختګ لاره هواره شي۔دې څخه وړاندې بورډ آف ګورنرز اسلام آباد كښې د مختلف ټيکنالوجي او انوويشن کلسټرز جوړولو منظوري وركړه چې مقصد ئې د ټيکنالوجي سټارټ اپس او فري لانسرز ودې لپاره موجوده بنيادي ډھانچې كارولو په اړه د آئي ټي څانګې له ښه چاپيرچل راپيدا كول دي۔ وز??راعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ټيکنالوجي دوست ماحولياتي نظام جوړولو له ټول ممکن اقدامات وكړئ چې پكښې رجسټرډ ټيك سټارټ اپس او فري لانسرز لپاره په ټيکس كښې استثنيٰ، پاکستان ټيکنالوجي سټارټ اپ فنډ جوړول او د هېواد او غير ملکي جوائنټ وينچرز فنډنګ پشمول اقدامات شامل دي۔ په غونډه كښې د خزانې وز??ر شوكت ترين ، وفاقي وز??ر اطلاعات چوهدري فواد حسېن، وفاقي وز??ر حماد اظهر، وفاقي وز??ر خسرو بختيار، وز??راعظم د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ خاص م??ست??الې سنېټرې ډاکټر ثانيه نشتر، د وز??راعظم خاص م??ست??ال ډاکټر شهباز ګل، د سپيشل ټيکنالوجي زونز اتھارټي چيئرمېن عامر هاشمي، د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي احمد او نورو اړوندو افسرانو ګډون وكړو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سپيشل ټيکنالوجي زون اتھارټي بورډ آف ګورنرز څلورمه غونډه ، اسلام آباد كښې د مختلف ټيکنالوجي او انوويشن کلسټرز جوړولو منظوري
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی