اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او ایران د دوه ??ړخيزه سیاسی مشاورت 11مه غونډه د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه،خارجه سيكرټري سهیل محمود او د ایران نائب خارجه وزير ډاكټر علی بګھیری کیانی د غونډي په شرېكه مشري كوله۔د خارجه دفتر وياند له مخې په غونډه كښې دواړ?? ډلو سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي ، سلامتیا ، توان ، تعلیم او په اعلی كچ د تګ راتګ پشمول په بيلو څانګو كښې د دوه ??ړخيزه اړيكو جاج واخستو۔ دواړ?? ډلو په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔خارجه سيكرټري د ایران پلاوي له د شنګھائی مر??تې په ركنيت تر لاسه كولو مباركي وركړه۔ خارجه سيكرټري په دوه ??ړخيزه اړيكو د اطمینان څرګندونې سره د تجارت او اقتصادی اړيكو لا زياتولو لپاره په لا همغږۍ زور راوړو۔د افغانستان په اړه خارجه سيكرټري د ايران خپل همڅنك د امن او استحکام لپاره د پاکستان د هڅو څخه خبر كړو۔ده ووئيل افغانستان كښې د 40 كاله جنګ نه پس د شخړو ختمولو او هېواد كښې كوټلي امن له وړومبې موقع ترلاسه شوې ۔ده د نړيوالي ورورولۍ څخه مثبت ګډون ?? د افغان اولس ستونزې لرې كولو لپاره د انسانی مر??تې او د جامع معیشت مر??تې لپاره د اقدامات غوښتنه وكړه۔ دغسې دواړه افغانستان كښې امن او استحکام لپاره هڅو زياتولو او د دوه ??ړخيزه او سيمه ايزو رابطو دوامداره ساتلو ته هم صلاح شول
د پاکستان او ایران د دوه اړخيزه سیاسی مشاورت 11مه غونډه
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا