اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په بېلو پېښو كښې د شهيدو شوو 18 امنيتي اهلكارو كورنيو سره ټېليفوني تماس كښې د شهيدانو په لويو قربانو هغوي ته په غوره ټكو د عقيدت پېرزوئنې وړندې كړي ۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر د شهيدانو كورنيو سره ټېليفوني تماس نيولے او شهيدانو ته يې د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې ۔هغه د شهيدانو لوړو درجو او وارثانو لپاره د زغم دعا وكړه۔صدر ووئيل ټول قام د هېواد په خاطر د ځان قرباني وركوونكو احسان مند دے٬پاكستانے قام د خپلو شهيدانو په لويو قربانو وياړ لري۔ډاكټر عارف علوي د فرورۍ په 2مه نېټه په نوشكي كښې د ترهه ګر په بريد كښې د شهيدو شوو وارثانو سره خبرې وكړې۔صدر ډاكټر عارف علوي د كېپټن محمد بلال خالد٬لانس نائيك عنايت الله او سپاهي وحيد علي وارثانو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د فرورۍ په پنځمه نېټه د ترهه ګرو په بريد كښې د شهيدو شوو كورنيو سره هم رابطه وكړه۔ دغسې صدر د سپاهي ساجد علي٬سپاهي ناهيد اقبال او سپاهي محمد ضياﺀ الله خان وارثانو سره خبرې اترې وكړی٬د سپاهي محمد سمير او سپاهي عجب نور كورنيو كسانو سره هم صدر مملكت د افسوس څرګندونه وكړه۔صدر د جنورۍ په 25مه نېټه ضلع كېچ كښې د شهيدو شوو 10 ځوانانو كورنيو سره هم خبرې وكړې۔ دغسې صدر د نائيك وقاص احمد٬سپاهي ظفر اقبال٬سپاهي نويد عفور كورنيو كسانو سره هم د افسوس څرګندونه وكړه۔ډاكټر عارف علوي د سپاهي عدنان مصطفٰی٬زين علي٬محمد شهزاد٬فرحان احسن طارق كورنۍ سره هم رابطه كړې ۔صدر سپاهي محبوب علي٬ارسلان منظور او محمد ياسر ته هم د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔
صدر ډاكټر عارف علوي په بېلو پیښو كښې د شهيدو شوو 18 ځوانانو وارثانو سره په ټېليفون خبرې
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب