اسلام آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) په تركيه كښې پاكستاني سفير ډاکټر یوسف جنېد وئيلي دي چې په فلسطين او كشمير كښې د اوږدې مودې شخړو تريخ حقيقت رامخے كوؤ چې نړيوال نظام د خپلو لوظونو په پاللو كښې ناكامه پاتې شوې دې٬ پاكستان به د كشميري اولس د آزادۍ جائز مقصد كښې د هغوي سياسي ٬ اخلاقي او سف??رت?? ملاتړ روان ساتي٬ د كشمير په مسئله د پاكستاني د اصولي موقف په ملاتړ د ترك حكومت مننه كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په استنبول كښې د كشميري اولس تورې ورځې په موقعه د ترکیه یوت فائونډېشن( ټی یو جی وی اے) تر اهتمام لاندې د ز??ه كوؤنكو نړيوالو تنظیموں او سول سوسائټی کنونشن ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 27 اکتوبر 1947 ه??د سري نګر ته خپل پوځونه لېږلو سره په جموں وكشمير قبضه كړې وه كومه چې تر دې دمه روانه ده۔ ده ووئيل په فلسطين او كشمير كښې د اوږدې مودې شخړو تريخ حقيقت رامخے كوؤو چې نړيوال نظام د خپلو لوظونو په پاللو كښې ناكامه پاتې شوې دې٬ ولې چې د دو??ي د بې ګناه ??ژل كېدو لړۍ هغه هغسې روانه ده۔ پاكستاني سفير د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان به د كشميري اولس تر آزادۍ ترلاسه كولو د دو??ي د سياسي ٬ اخلاقي او سف??رت?? ملاتړ روان ساتي۔
په استنبول كښې د كشمير توره ورځ ولمانځلې شوه
EVO online entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج