اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی)خارجه دفتر وئيلي دي پ?? پاکستان کښې په غير قانوني توګه د مېشته غېر ملګيانو د ويستلو پرېكړه دهېواد د خپلواكه قوانين او نړيوالواصولو له مخې ده۔ د خارجه وزارت وياندې زهره بلوچ د ??لګ??و ملتونو د هائي كمشنر (يو ا??ن اېچ سي آر) د یوبیان په ځواب كښې وئيلي دي دا پرېكړه د پاكستان د خپلواكه قوانين ٬ نړيوالو اقدارو او اصولو له مخې ده۔ يو ا??ن اېچ سي آر پاكستاني چارواكو ته خواست كړے ؤ چې د نومبر اولنۍ نېټې ډېډ لائن ختمېدو څخه ??روستو دې هېواد څخه د ويستلو پرېكړه وځنډولې شي۔ وياندې ووئيل مونږ بشري حقونو لپاره د ??لګ??و ملتونو د هائي كمشنر پرېس بيان ليدلے دے۔ دغیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پروګرام (آئي اېف آر پي) اطلاق پ?? پاکستان کښې په غیرقانوني توګه میشته ټولو بهرنو وګړو باندې كېږي كه هغوي كوم هم قوميت يا هېواد سره تعلق لري۔ وياندې ووئيل پ?? پاكستان كښې په قانوني توګه مېشته يا رجسټرډ ټول بهرني وګړي د دې پروګرام دائره كار څخه بهر دي۔ دې ووئيل د پاكستان حكومت د دې خلقو تحفظ او ضرورتونو په اړه خپل لوظونه په جدي توګ?? پالي٬ دې زياته كړه چې د لكھونو په شمېر افغان خوېندو او ورونړو په مېلمستياﺀ كښې د تېرو 40 كلونو ريكارډ د دې ښكاره ثبوت دے۔ وياندې په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې د يوې ترجيحي معاملې په توګه د تلپاتي حل په لړ كښې د كډوالو په مسئله قابو مو??دل?? له اجتماعي هڅې ګړندۍ كړي۔ دې ووئيل پاكستان به دې مقصد لپاره خپلو نړيوالو همكارانو سره په ګډه كار كوي
په غيرقانوني توګه د ميشته بهرنيو وګړود ويستلو پريكړه د هيواد د خپلواكه قوانين او نړيوالو اصولو له مخې ده ٬ خارجه دفتر
Entrance to the Tsar’s Treasure Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی