سرینګر۔4 نومبر (اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس سینئر لارښود شبیر احمد شاہ د جموں شهيدانو ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو ??ره وئيلي دي چې په نومبر 1947 كښې د جموں د مسلمانانو بې درېغه عامه وژنه د جموں وكشمير د تاريخ يو دړد رسوؤنكې پېښه ده د كومې ويروونكي يادونه چې د 76 كالو اوږدې م??دې تېرېدو باوجود د كشميري وګړو په ذهنونو كښې تازه دي۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې شبیر احمد شاہ د نوي ډيلي بدنام تهاړ زندان څخه خپل يو پېغام كښې ??وئيل هندو انتها خوښو په ??ال نومبر 1947 كښې د ډوګرہ مهاراجہ هرسنګھ په مرسته په سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو ناوړه ارادې ??ره د جموں سيمې ټول مسلمه آبادي ختمه كړه۔ د عامې وژنې په مهال د لكھونو په شمېر مسلمانان شهيد كړې شول او كوم چې دغې سفاكيت څخه بچ كېدو كښې ??امياب شول هغوي په تشكيل شوي رياست پاكستان كښې ??ناه واخسته۔ ده ووئيل د نرېندر مودی حکومت لخوا د جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختمول د جموں وكشمير مسلم اكثريت په اقليت كښې د بدلولو ناوړه منصوبې برخه ده۔ ده په كشمير كښې ??ه روانو خونړو پېښو اندېښنه ښكاره كولو ??ره ووئيل وخت راغلې چې نړي واله ورورولي د قابض هندي ځواكونو لخوا د كشميري ځوانانو د عامې وژنې پېښو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو فعاله نوتس واخلي۔
په جموں كښې د عامې وژنې پيښې د نسلي تطهير تر ټول ناوړه مثال دے٬ شبير شاه
Phoenix Rebellion Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم