لاهور۔15دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي سركاري افسران دې د اولس خذمت كولو كښې كومه بې غوري نه كوي٬ د ټيم ورك د لارې مونږ كوم هم كار په غور ډول كولے شوو٬ مونږ جمهوريت لپاره ډېرې هلې ځلې كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سول سروسز اکېډمۍ كښې د سپېشلائزډ ټرېننګ پروګرام د لاندې تربيه بشپړؤنكو د پاکستان اېډمنسټر??ټو سروس 46 فسرانو ته د ايوارډز او سندونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په تربيه بشپړونكؤ كښې د پنجاب، سندھ او بلوچستان پشمول د ټولو صوبو افسران شامل وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ډاكټر عارف ووئيل اېډمنسټر??ټو افسرانو ته د انسانيت خذمت كولو وئېلے شي۔ ده تربيه ترسره كوؤنكو افسرانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره دوي ته ووئيل خلقو لپاره آسانۍ رامخې ته كړې۔ صدر مملكت په دوي زور راوړو چې په خپلو خپلو څانګو كښې د اولس خذمت كولو كښې هېڅ بې غوري ونه كړئ۔ ده ووئيل نورو سره د مرستې كولو نه غېر تاسو خوشحاله پاتې كېدې نه شۍ۔ ده ووئيل تر ټولو اول خپل ځان سره م??نه وكړې ٬ د نورو په اړه زړونو څخه كركه لرې كړۍ٬ خپلې كورنۍ سره د مينې مزل پېل كړئ٬ ګاونډيانو سره م??نه وكرې ٬ دغسې انسانيت او بيا رسول پاك او پاك پروردګار سره م??نه وكړې ٬ ده ووئيل ستاسو لائف سټائل بايد داسې وي چې خلق تاسو ته نزدې راشي۔ د خپلې ډيوټۍ په سيمو كښې د جمعې د مونځ كولو اهتمام كوئ ٬ خلقو سره په م??اقاتونه كولو مسافت كمېدے شي۔ د خپل?? وېنا په اخر كښې ده كورس بشپړؤنكو له مباركي وركړه۔ په دستوره كښې صدر مملكت د تربيې په م??ال د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو افسرانو ته شيلډز او ايوارډونه وركړل۔ په نصابي او غېر نصابي فعاليتونو كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه صدر مملكت سلمان یوسف له ګولډ مې??ل وركړو
چارواكي دې د اولس په خذمت كښې كومه بې غوري نه كوي ٬ خلقو لپاره دې آسانۍ راپېدا كړي٬ د صدر مملكت سول سروسز اكېډمۍ كښې خطاب
Jurassic Kingdom Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب