واشنګټن 20 جولائي (اے پي پي﴾ د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال د شورو په ورځ د امريكې د تجارتي او كاروباري چارو ځانګړي استازيے دلاور سيد سره په واشنګټن كښې ملاقات كړے. وفاقي وزير د دورې په مهال د كانګرېس غړو او سناتورانو سره هم جلا جلا ملاقاتونه كړي دي. د واشنګټن څخه جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د كانګرېس غړي رېنډي وېبر، شيلا جېكسن او ليزا مېك لېن سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي. ده په دې موقع سېنېټر شېروډبراٶن او سېنېټر كرس ون هولن سره هم ملاقات كړے. د ملاقاتونو په مهال وفاقي وزير احسن اقبال د پاكستان او امريكې د اړيكو په مستحكم كولو زور راوړے او د تعليم، روغتيا، كركيلې، ټېكنالوجې، آئي ټي او ماحولياتو په څانګو كښې ئې د مرستې په زياتولو خبرې كړې دي. ده ووئيل چې پاكستان او امريكا په نړيوال او سيمه ايز امن كښې شراكت دار دي. د منصوبه بندې وزير د ملاقاتونو په مهال د مقبوضه جمو و كشمير صورتحال او د هندي ځواكونو لخوا د كشميري اولس د حقونو څخه سرغړونې په ډاګه كړې. ده ووئيل چې امريكا، نړيواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې دې د صورتحال نوټس واخلي.
د احسن اقبال د امريكې د تجارتي او كاروباري چارو ځانګړي استازي او د كانګرېس غړو سره ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش