اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د پاكستان او سري لنكا ترمينځه د مضبوطو ورورولۍ اړيكو پخلې كولو سره وئېلي دي پاك سري لنكا خپلواكه تجارتي لوظ نامه(اېف ټي اے) سره د دوه اړخيزه تجارتي اړېكو لا زياتولو ته ضرورت دے ۔دا خبره ده د سري لنكا تجارت وزير ډاكټر بندولاګناوردهنا او د سيمه ايزې مرستې رياستي وزير تهراكا بالا سوريا سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې هغه سره ملاقات كولو ۔ډاكټر ګناوردهنا او بالسوريا د سري لنكا يو تجارتي پلاوي سره دا مهال د 20 نه تر 27 جنوري 2022 د پاكستان په دوره دے۔په دې مهال وزيراعظم عمران خان د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده مضبوطو د ورورولۍ اړيكو پخلي كولو سره دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمولو لپاره د اعلٰی كچ د تبادلو په اهميت زور راوړے۔ وزيراعظم عمران خان په دې خبره هم زور راوړو چې پاك سري لنكا آزادانه تجارتي لوظ نامه(اېف ټي اے)سره د دوه اړخيزه تجارتي اړېكو لا زياتولو ضرورت دے۔وزيراعظم د پاكستان او سري لنكا ترمينځه د مضبوطو كلتوري رشتو ذكر كولو سره وزيراعظم د سري لنكن پلاوي پام د پاكستان تاريخي بدھ مت كلتور ورثې ته راګرځولے او دا هيله ئې څرګنده كړی چې د سري لنكن وګړي به په لويه شمېره مذهبي سېلګرۍ لپاره پاكستان ته راځي۔ډاكټر بندولاګنا وردهنا سري لنكا لپاره د خېرسګالۍ د جذباتو په څرګندونه د وزيراعظم مننه وكړه۔ده د پاكستان سره د تجارت٬آئي سي ټي٬فارماسيوټيكل٬معدنيات ٬ ټېكسټائل٬تعليم٬دفاع٬سېلګرۍ ٬ د بشري وسائلو پرمختګ او په بېلو څانګو كښې د بزنس ټو بزنس رابطو٬شريكو پروژو٬اعلٰی صلاحيتونو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ او د ټېكنالوجۍ منتقلۍ په ړه پاكستان سره د مرستې پراخا كولو خوښي ولرله
پاك سري لنكا خپلواكه تجارتي لوظ نامه(اېف ټي اے سره د دوه اړخيزه تجارتي اړېكو لا زياتولو ضرورت دے ۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ