اسلام آباد 19جنوري (اے پي پي) د آئي ټي او ټي??ي کميونيکيشن وفاقي وزير سيد امېن الحق سره د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عث??ان ډار د شورو په روځ ليدلې دي۔ ملاقات كښې د کامياب جوان انوووېشن ليګ په پراجيکټ تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع د آئي ټي سيکرټري ډاکټر سهيل راجپوت هم موجود ؤ۔ملاقات كښې د آئي ټي وفاقي وزير ته د کامياب جوان انوويشن ليګ په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔بريفنګ كښې ووئيل شول کامياب جوان انووېشن ليګ پراجيکټ ترمخه ټول هېواد كښې د پوهنتونونو او کالجونو سټ??ډنټس لپاره انوويشن چيلنج كولې شي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير سيد امېن الحق ووئ??ل د آئي ټي وزارت به کامياب جوان انوويشن ليګ پراجيکټ کاميابۍ لپاره هر ممكن مرسته كوي،د ځوانانو پرمختګ او هغوې خپلواكه كولو ته د آئي ټي وزارت پام لرنه كوي ،د آئي ټي وزارت ډيجي سکلز پروګرام ځوانانو لپاره ګټه ور ثابت شوے۔وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل انټرپرينيورز له زياتې آسانۍ وركولو لپاره اقدامات کوو، د آئي ټي وزارت ټولې ادارې خپل فعاله کردار ترسره كوي۔ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عث??ان ډار ووئيل کامياب جوان انووېشن ليګ به هېواد كښې انوويشن او انټرپرينيورل کلتور ته وده وركولو لپاره مهم كردار ترسره كړي او د آئي ټي وزارت د ځوانانو پرمختګ په اړه اقدامات د ستائنې وړ دي
د آئي ټي وزارت به کامياب جوان انوووېشن ليګ پراجيکټ لپاره هر ممکن مرسته كوي۔ وفاقي وزير امېن الحق
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم