جمعيت علمائے اسلام به خپل پارلماني كردار لوبوي٬ مونږ به په اسمبلۍ كښې نمائندګي كوٶ۔ د مولانا فضل الرحمان پرېس کنفرنس
Tiger makes money official entertainment link
APP36-140224
ISLAMABAD: February 14 President of Jamiat Ulema-e-Islam (F), Maulana Fazal Ur Rehman addresses a media talk at G-6/4. APP/SMR/MAF/TZD/ABB
??سل??م آباد 14 فروري (اے پي پي) د جمعيت علمائے ??سل??م (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې جمعيت علمائے ??سل??م به خپل پارلماني كردار لوبوي٬ پارلمان ته به خپل پارلماني حېثيت سره ځو او خپل غږ به پورته كوٶ٬ مونږ به په اسمبلۍ كښې نمائندګي كوٶ۔ د شورو په ورځ د جمعيت علمائے ??سل??م د مرکزي مجلس عامله نه وروسته پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل مونږ خپل موقف وړاندې كوٶ٬ زما بيان د مرکزي شورٰې بيان دے٬ يو ګوند سره به اتحاد نه كوٶ٬ مونږ تحفظات لرو خو مونږ داسې نه دي وئيلي دي چې مونږ ګني اسمبلۍ پرېږدو، د اسمبليو د انتخابي نتيجو په اړه زمونږ موقف په واضح توګه رامخې ته شوې په دې كښې هېڅ ابهام نشته۔ ده ووئيل مرکزي مجلس عامله د جمعيت علمائے ??سل??م مرکزي مجلس عمومي ته سفارش كړے دے چې ھغه دې د جمعيت د پارلماني سياست په اړه پرېكړه وكړي٬ په دې لړ كښې به د څلورو واړو صوبو د مجالس عمومي غونډې په مركزي ځايونو كښې رابللے شي دغسې چې د مرکزي مجلس عامه ?? پرېكړو په اړه صوبې په اعتماد كښې واخستې شي ۔ ده ووئيل مونږ به د فرورۍ په 22??ه نيټه په ??سل??م آباد كښې د عمومي كونسل سره غونډه كوٶ٬ په 25مه فرورۍ به په بلوچستان كښې خپل صوبائي عمومي کونسل سره ناسته كوٶ ٬ د فرورۍ په 27مه نيټه به مونږ په خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې ضلعو سره په پېښور كښې بېټهك كوٶ٬ دغسې په 3م مارچ به كراچۍ كښې د سندھ عمومي كونسل سره غونډه كوٶ او په پنځم مارچ به په لاهور كښې د پنجاب عمومي كونسل سره غونډه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب مولانا فضل الرحمان ووئيل چې پي ټي آئي سره زمونږ اختلافات د چا نه پټ نه دي خو ايوان خو د ټولو دې٬ تحريك انصاف سره شخصي نه د سوچ اختلاف دے كوم چې به ډېر سر سم شي٬ جمعيت يو نظرياتي قوت دے٬ د هېواد په كورني نظام او نړيوالو م سئلو به د كم مصلحت يا سودا ښكار كېږي نه ٬ مونږ په افغانستان كښې د امارت ??سل??ميه استحکام او د پاکستان او افغانستان د سوله ايزو اړيكو پحقله كردار لوبولې دے، جمعيت علمائے ??سل??م د اسرائيل ?? رياستي ترهګرۍ په ضد د فلسطين د موقف ملاتړ كړې۔ په دې موقع سېنېټر عبدالغفور حېدر٬ اكرم خان دراني او نور هم موجود وو۔