اسلام آباد11جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف صوبائي حكومتونو ته د بحلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې د بشپړه مرستې ك??لو ٬ غلو ته سزا وركولو٬د اووربلنګ مخ نيوي او د تقسيم كوونكو كمپنو كښې صارفينو آسانيو لپاره د موثر او متحرك نظام جوړولو سپارښتنې ك??لو سره وئېلي دي د زياتې شوې ګرمۍ ترمخه دې په هېواد كښې د لږ نه لږ لوډشېډنګ وكړے شي۔ده دا امر ده د نهې په ورځ د بجلۍ صورتحال په اړه د غو??ډې مشرۍ په مهال كړے ٬ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ??ه غو??ده كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د توان وفاقي وزير سردار اويس لغاري٬د پیټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسن افضال او اړوند وزارتونو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔په غو??ډه كښې د هېواد په كچه د برېښنا طلب او رسد او لوډشېډنګ رجحانات په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د برېښنا نشته والي په اړه د ګيلو په وخت اندراج لپاره تقسيم كوونكو كمپنو كښې د صارفين آسانيو لپاره موثر او متحرك نظام جوړ كړئ٬د نوې ټرانسفارمرز اغستل بايد يواځې د نړيوال معيار خصوصيات له مخې ??ي٬دغسې د توان په څانګه كښې اصلاحات لپاره په نړيواله كچه د رائج جديد نظام څخه دې استفاد وكړې شي٬ ده ووئېل صوبائي حكومتونه دې د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې بشپړه مرسته وك??ي او غلو ته دې سزا وركړې شي او د اووربلنګ د?? مخ نيوے وكړے شي۔غونډې ته ووئيل شول د اووربلنګ په ضمن كښې د يكم اپرېل څخه تر 30 مئي 134 مقدمې درج او 90 ملازمين ګرفتار كړې شوي۔په غو??ډه كښې وزيراعظم ته د نېشنل ټرانسمېشن اينډ ډسپيچ كمپنۍ تنظيم نو عمل كښې تراوسه د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د توان په څانګه كښې د اصلاحات په لړ كښې د راتلونكې كال پرمختيائي بجټ كښې د 124611 ټرانسفارمرز ميټرنګ پروژه هم شامله كړې شوې٬د آسيائي پرمختيائي بانك مرستې سره به آئيسكو په دريو كښې يوه برخه صارفين په سمارټ ميټرز منتقل كوي ٬د دې نه پس به د دې پروژې د كار دائره د هېواد تر نورو سيمو پراخه كولې شي۔غونډې ته ووئيل شول چې د ښې ريكوري لرونكې سيمو كښې لوډشېډنګ نشته او د بجلۍ محكمو نادهنده او غلا په سيمو كښې يواځې جزوي لوډشيډنګ كېږي۔په غو??ډه كښې وزيراعظم د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې تراوسه د شوي پېشرفت په اړه هم خبر كړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د صوبائي حكومتونو مرستې سره د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے٬د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې 7 ستمبر 2023 نه تراوسه 160004 اېف آئي آر درج٬ 79885 كسان نيولي شوي او 448 ملازمين معطل كړے شوي دي۔
د وزيراعظم شهباز شريف لخوا صوبائي حكومتونو ته د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې د مرستې كولو٬ د اووربلنګ مخ نيوي او تقسيم كوونكو كمپنو كښې د صارفين آسانيو لپاره موثر او د متحرك نظام جوړولو سپارښتنه
CQ9 electronic reliable entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada