لاہور۔16جون (اے پی پی) ??زي??اعظم شهباز شريف او د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت، سرمايه كارۍ، دفاع او سياحت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې د پياوړې كولو عزم تكرار كړے دے٬ دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه ترمينځه د ملګرتيا او ورورولۍ په مضبوطو رشتو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه كومې چې په شريكو اقدارو ٬ تاريخ او كلتوري همغږۍ اډانه دي۔ د ??زي??اعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بي??ن له مخې دواړو مشرانو د لويې اختر په موقع يو بل ??ره ټيليفوني رابطه وكړه او په زړه پورې چاپېريال كښې يۍ يو بل لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوئي په منطقه او دې څخه بهر امن ٬ استحكام او سوكالۍ ته د ودې وركولو په تګلاره هم خبرې وكړې۔ دوئي د فلسطين په روان وضعیت د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو ??ره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بې ګناه فلسطینیانو د کړاوونو پاي ته رسولو لپاره دې د سولې هڅې يو په دوه كړي۔ دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د ګډو ننګونو د حل او د یو بل د اساسي ملي ګټو د ملاتړ لپاره به په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دوستانه خبرې اترې د پاكستان او تركيې ترمېنځه د مضبوطو او دوامدارو اړيكو او په راتلونكو ورځو كښې د نژدي مرستې جاري ساتلو د عزم څرګندونه ده۔ په دې لړ كښې ??زي??اعظم شهباز شريف د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته زر تر زره د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه دغسې چې د لوړې كچې ستراتيژيك مشاورتي كونسل (اېچ اېل اېس سي سي) اوومه غونډه راوبللې شي۔ ??زي??اعظم په اېكس خپل يو بل پوسټ كښې خپل ګران ورور رجب طيب اردوان ته د لويې اختر مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كولو ??ره د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا ٬دوه اړخيزه احترام او د مرستې مضبوطې رشتې په ډاګه كړې۔ ??زي??اعظم ووئيل ما ترك صدر ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې ده۔ تل دې وي د پاكستان او تركيه ملګرتيا او ټولو ترك ورونړو خوېندو ته د لويې اختر مباركي۔
د وزيراعظم شهباز شريف او د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو عزم پخلے
AFB Electronics Reliable Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری