اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي په سائفر كښې جعلسازۍ او په اولسي كچه په دې بحث كولو سره عمران خان د آفيشل سيكرټ اېكټ او د خپل پورته كړي سوګند خلاف ورزي كړې ٬ دې حركت سره هغه ثابته كړې چې د وزارت عظمی د منصب جوګه نه دے ٬ پاك پوځ د قانون او آئين تابع دے د كوم وګړي د اقتدار په حفاظت يا څوكۍ مامور نه دے٬ د نوي آرمي چيف په تعيناتې به كار د دې مياشت په اخر يا ?? راتلونكې مياشتې په اوله اونۍ كښې پېل شي٬ محمد نواز شريف دا روايت په ځاے كړے چې تلونكې آرمي چيف ته دومره وخت بايد وركړے شي چې هغه د پروټوكول سره رخصت شي٬ راتلونكې ټاكنې به په خپل وخت كېږي٬ عمران خان دې دا اووائي چې د سائفر اصل كاپي چرته ده؟ ادارې د آئين او قانون لاندې كار كوي او په عمران خان دا خبره ښه نه لګي۔ ده د شورؤ په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ??وئيل د عمران چې كوم آډيو ټېپ ليك شوے٬ په هغې كښې د عمران خان ټوله جعلسازي په ډاګه شوې ٬ د آډيو ليك كېدو نه وروستو عمران خان بايد لږ شرم او حيا كړې وه ٬ هغه د دې نه پس هم دا ??ائي چې د امريكا انډر سېكرټري سټېټ د پاكستان سفير ته حكم وكړو چې عمرا خان دې د عدم اعتماد د لارې لرې او وزيراعظم دې شهباز شريف كړے شي٬ ده ??وئېل عمران پرله پسې دروغ وئيلو سره دا ريښتيا ثابتول غواړي۔ ده ??وئيل پاكستانے پوځ د قانون او آئين تابع دے هغه د كوم خاص وګړي د اقتدار په حفاظت يا څوكۍ كولو مامور نه دے۔ ده ??وئيل پاك پوځ چې څومره قربانۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې وركړي كوم بل هېواد نه دي۔ ده ??وئېل دوي د پاكستان په سياست كښې نيوټرل دي نو ځكه ټول اولس دوي سره دے۔ ده ??وئيل د سائفر اصل كاپي په خارجه دفتر كښې ده ?? عمران سره چې كومه يوه وه نو هغه چرته ده۔ ده ??وئيل سائفر د پاكستان د سلامتيا او نړيوالو اړيكو په اړه وي٬ د دې كاغذ ځان سره ساتل او بيا دا ??ئيل چې نه ده ??علومه دا ??اغذ چرته تللے ٬ ما داسې كس تر نن ??رځ?? نه دې ليدلے۔ دا سړے د خپلو محسنانو لاسونه پرېكوي۔ ده ??وئيل عمران خان دا ??ائي چې كېسونه معاف شوي ٬ هغه سم وائي ځكه چې د پنجاب حكومت د فرح ګوګي كېسونه معاف كړي كومه چې نن سبا په امريكا يا كوم بل هېواد كښې ده۔ ده ??وئيل د چورلكې په پېښه كښې پي ټي آئي چې كومه ژبه كارولې هغه د ټولو په وړاندې ده۔ ده ??وئيل په ګرد هېواد كښې دا ??هال سېلاب راغلے ٬ د خېر ښېګړې ادارې ٬ حكومتونه او تنظيمونه كار كوي ٬ پاك پوځ پاكستاني اولس سره په ګډه د سېلاب ځپليو مرسته كوي٬ په دې صورتحال كښې عمران خان چرته په نظر نه راځي٬ په دې سخت صورتحال كښې عمران خان جلسې كوي٬ د اقتدار هوس هغه لېونے كړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د نوي آرمي چيف د تعيناتې عمل به د دې مياشتې په اخر يا ?? راتلونكې مياشتې اولنۍ اوونۍ كښې پېل شي۔ ده ??وئيل محمد نواز شريف دا روايت په ځاے كړے چې تلونكې آرمي چيف ته دومره وخت بايد وركړے شي چې هغه د پروټوكول سره رخصت شي٬ راتلونكې ټاكنې به خپل وخت كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په سپيناوي ابهام ختم شوے۔ ده ??وئيل د پاك پوځ سرلښكر تعيناتې لپاره د 5 جرنېلانو نامې رامخې ته شوي۔ د جی اېچ کیو لخوا چې د پوځ سرلښكر لپاره كومې نامې راځي د هغې خپل اهميت وي ولې بيا هم دا د وزيراعظم اختيار وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د دفاع وزير په حېث دا زما فرض دے چې كله د پوځ په ضد كمپائن وچلولې شي نو مونږ د پوځ دفاع وكړؤ٬ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل عمران خان چې څومره خبرې كوي د دې نه دا ثابتېږي چې زمونږ ادارې په ريښتيا نيوټرل شوي۔
په سائفر كښې جعلسازۍ او په اولسي كچه په دې بحث كولو سره عمران خان د آفيشل سيكرټ اېكټ او د خپل پورته كړي سوګند خلاف ورزي كړې۔ د دفاع وزير خواجه آصف خبري كنفرنس
Turkish Lightning Roulette Online Website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج